IQNA

د ایران  د ځوانانو د واليبال ملي ټيم د نړيوال اتلولۍ په مناسبت درهبرۍ ستر مقام پیغام

5:49 - September 01, 2025
د خبر لمبر: 3491635
ایکنا - د ايران د ځوانانو د واليبال ملي ټيم د نړيوالې اتلولۍ د ترلاسه کولو په خاطر د اسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه‌اي د ايران د ملت بچیانو  مننه وکړه.

 د ایکنانیوز راپور راکړ، د ځوانانو د واليبال ملي ټيم د نړيوالې اتلولۍ د ترلاسه کولو په مناسبت، د ستر مشر لخوا  پيغام خپور شو چې متن ئې په دې ډول دی

بسم ا.... الرحمن الرحيم

ګرانو  او قدرمنو ځوانو اتلانو،

تاسو پخپلې ښې لوبې سره د ايران د ملت زړونه خوشاله کړل. له تاسو ټولو څخه مننه کوم.

سيّد علي خامنه‌اي

د 1404 کال د وږې د میاشتې نهمه.  

د ايران د اسلامي جمهوريت د ځوانانو د واليبال ملي ټيم، چې په لومړنيو او حذفي پړاوونو کې ئې اته پرله‌پسې برياوې ترلاسه کړې وې، د فاينل په سيالۍ کې د اېټاليا پر وړاندې درې پر يوه بريا خپله کړه او د دريم ځل لپاره د نړۍ د ۲۱ کلونو څخه کم عمره  نارينه‌وو د واليبال نړيوال اتل شو.

تهران ریډیو هم په دې مناسبت قدرمنو لوبغاړو او سپورټي مینه والو ته مبارکی وائي

https://iqna.ir/fa/news/4302718

captcha